CRI Online

په يمن کې د م م د ځانګړي سفير منځګړيتوب هيڅ پايله نه ده تر لاسه کړې.

cri     (GMT+08:00) 2018-06-28 11:08:05

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د يمن مسئلې په اړه د م م ځانګړي سفير مارټين ګريفيتس د جون په ۲۷مه نېټه د دغه هېواد له لنډمهالي پلازمينې عدن څخه يوه لنډه ليدنه وکړه، خو د ده دغه منځګړيتوب هيڅ پايله تر لاسه نه کړه.

د يمن يو چارواکي خبر ورکړ چې ګريفيټس په همدې ورځ د يمن له ولسمشر عبدربه منصور هادی او ځينو چارواکو سره وکتل. هغه وويل، چې د حوثي وسله والو موافقه کړې چې د م م لخوا به د حدېده بندر اداره وشي. دغه راز، د حدېدې ښار نورې سيمې به لا هم د دغې ډلې تر کنترول لاندې وي. خو ولسمشر هادي دغه وړانديز رد کړ او د حوثي له وسله والو څخه يې غوښتنه وکړه چې د بندر په شمول د دغه ښار له ټولو سيمو څخه ووزي. که نه، په راتلونکو څو ورځو کې به دغه ډله له هراړخيزو پوځي عملياتو سره مخامخ شي.

د يمن خارجه وزارت په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، دغه بندر له حدېدې ښار څخه جلا کېدای نه شي او دغه ډله بايد په پوره تګه د دغه ښار له قلمرو څخه ووزي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای