CRI Online

د م م سرمنشي انټونيو ګوټريس د م م د خبريالانو ټولنې د جوړېدو د ۷۰مې کاليزې د لمانځنې په مراسمو کې ګډون وکړ.

cri     (GMT+08:00) 2018-06-28 11:09:52

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي انټونيو ګوټريس د جون په ۲۶مه نېټه د م م په مقر کې د م م د خبريالانو ټولنې د جوړېدو د ۷۰مې کاليزې د لمانځنې په مراسمو کې ګډون وکړ. په م م کې د بېلا بېلو هېوادونو خبريالان د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د سولې او پرمختګ د پياوړتيا لپاره د م م کوښښونه معرفي کوي چې دا هم د نړيوالې سولې او پرمختګ د چارو يوه برخه ده.

ګوټريس چې د پناه وړونکو چارو په اړه د م م د عالي چارواکي په توګه کار کړی و، وويل، په اوسنۍ نړۍ کې دوه ډوله کسبونه تر ټولو ډېر خطرناک دي. يو ډول يې خبريالي ده او بل ډول يې د بشري مرستې او له پناه وړونکو سره د مرستې کار دی. د شمېرنې له مخې، په تېر کال کې ۸۱ خبريالان د کارونو په ترڅ کې مړه او وژل شوي دي او څه باندې ۲۰۰ تنه خبريالان غيرقانوني بندي شوي دي. خبريالان د ټولنې د عدالت وياندويان دي او هم د نړيوالې سولې او پرمختګ هڅوونکي او ګډون کوونکي دي.

په همدې ورځ څه باندې ۲۰۰ تنو خبريالانو او ډيپلوماټانو په يادو مراسمو کې ګډون درلود. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای