CRI Online

چين:د امريکا له خوا د صادراتو د محدودو تدبيرونو د غوره کېدو له امله به يوازې بده نتيجه تر لاسه شي

cri     (GMT+08:00) 2018-06-28 16:15:55

د چين او امريکا ترمنځ د سوداګريزې مسئلې په هکله د چين د سوداګرۍ وزارت وياند ګاو فنګ د روانې مياشتې په ۲۸مه نېټه د خبريال اړوندې پوښتنې ته په ځواب کې وويل چې امريکا هيله ښودلې وه چې چين ته صادرات پراخ کړي او سوداګريز منفي توازن کم کړي چې دا به د عصري تخنيکي توليداتو او خدمتونو په ساحه کې ډېر پټ ځواک برابر کړي،خو د امريکا له خوا د صادراتو د محدودو تدبيرونو د غوره کېدو له امله به يوازې بده نتيجه تر لاسه شي.اوس مهال د چين او امريکا ترمنځ سوداګريزه مسئله د چين د سوداګرۍ وزارت په نوبتي خبري ناسته کې د پاملرنې وړ ټکی دی.په همدې ورځ ګاو فنګ په خبري ناسته کې وويل چې د امريکا د محدودو تدبيرونو د نيولو له امله به بده نتيجه تر لاسه شي.

د يوه راپور له مخې د روان کال په لومړيو پنځو مياشتو کې په امريکا کې د چين له خوا د اخيستل شويو تصديو ارزښت او مستقيمې پانګونې يوازې يو مليارډ او اته سوه مليونه امريکايي ډالره و چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۹۲ کم شوی دی .نوموړي وويل چې ځينو نړيوالو تصديو په امريکا کې د پانګونې چاپيريال د ثبات او د تګلارې د دواملرونکي پلي کېدنې په اړه اندېښنه څرګنده کړې .هغه زياته کړه د چين په اند بايد د نړيوالې پانګونې په برخه کې د پانګونې اسانېدو ته دوام ور کړی شي او چين د ملي امنيت په پلمه د بهرنۍ پانګونې په اړه د شرطونو زياتوالی نه مني.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای