د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د جون په ۲۸مه نېټه د چين او د سوداګرۍ نړيوال سازمان تر سرليک لاندې سپين کتاب خپور کړ. دا د چين لومړی ځل دی چې د دغې مسئلې په اړه سپين کتاب خپروي.
د چين حکومت د دې لپاره دغه سپين کتاب خپروي چې د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د شاملېدو پر وخت د چين لخوا د خپلو کړو ژمنو د تر سره کولو معلومات ورکړي، د څواړخيزې سوداګرۍ نظام په ابادۍ کې د چين د ګډون کولو اصلي دريځ، سياستونه او ادعاګانې بيان کړي او د لا لوړې سويې ورخلاصون د تر سره کولو په برخه کې د چين لرليد او عمليات څرګند کړي.
دغه سپين کتاب کابو ۱۲زره کلېمې لري چې پرته له سريزې او د پای خبرو نه څلور برخې پکې شاملې دي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |