CRI Online

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي پوځي کميټې مرستيال رئيس شو چي ليانګ د امريکا د دفاع له وزير جمس ماتيس سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-06-28 16:46:03

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي پوځي کميټې مرستيال رئيس شو چي ليانګ د روانې مياشتې په ۲۸مه نېټه په بېجينګ کې د امريکا د دفاع وزير جمس ماتيس سره وکتل.

شوچي ليانګ وويل چې رئيس شي جين پينګ په خپلو خبرو کې دې ته اشاره کړې وه چې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د ښه والي لپاره زر دليلونه لرو خو د دې اړيکو د خرابېدو لپاره هېڅ دليل نه لرو.رئيس شي جين پينګ او ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دواړو هېوادونو او پوځونو ترمنځ د اړيکو په هکله ګډو نظريو ته رسيدلي چې زمونږ ستراتيژۍ ته يې لار برابر کړې ده. د چين او امريکا ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ۴۰ کلنو تجربو څخه ښکاري چې که دواړه هېوادونه يو له بل سره همکاري وکړي، نو دواړو خواوو ته به ګټې ورسيږي، که يو له بل سره جګړه وکړي، نو يو بل ته به زيانونه ورسوي.هيله لرم چې دواړه خواوې د متقابل باور د لاټينګولو،د خپلمنځيو همکاريو د پياوړتيا، د توپيرونو د له منځه وړلو او د ننګونو د کنترول له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي اړيکو د پرمختګ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ثابتې دستګاه په توګه د دغو پوځي اړيکو د ګرځېدو لپاره ګډې هڅې وکړي تر څو د سيمه ييزې او نړيوالې سولې او ارامتيا د ساتلو لپاره خپل خدمتونه وکړي.

ماتيس وويل چې په تاريخ کې د امريکا او چين ترمنځ همکارۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو عمده برخه ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړيکو کې د دوو پوځونو مقام او رول مهم دی . مونږ باور لرو چې د رغنده پوځي اړيکو د ابادۍ لپاره له چين سره ګډې هڅې وکړو.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای