د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د سوداګرۍ وزارت وياند ګاو فنګ د جون په ۲۸مه نېټه وويل چې د چين او اروپا ترمنځ د لوړې کچې په اووم اقتصادي او سوداګريز ډيالوګ کې يو لړ مهمې ګډې نظريې او پرمختګونه تر لاسه شوي دي.د دواړو خواوو ترمنځ همکاري به د نړيوال اقتصاد د اعادې او ثابت پرمختګ لپاره "ګرم جريان" راوړي.
ګاو فنګ په همدې ورځ په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل چې دواړه خواوې د ياد ډيالوګ په بهير کې د ګردې نړۍ د اقتصادي ادارې د بشپړېدو،د څو اړخيز سوداګريز ميکانيزم د ساتنې،د سوداګرۍ او پانګونې د ازادېدو او اسانېدو، د ډيجيټل اقتصاد د پياوړتيا، الکترونيکي سوداګرۍ، ګرځنده اقتصاد، د پلاستيک ککړتيا د مخنيوي، له اقليمي بدلون سره د مقابلې ، په کرهنيزو او پولي برخو کې د همکارۍ په شمول د موضوعاتو په اړه موافقې ته رسېدلي او په اقتصادي او سوداګريزو برخو کې يې د چين او اروپا د مشرانو ترمنځ د کتنې لپاره چمتو والی نيولی دی.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |