CRI Online

د امريکا د اوسپنې او فولادو نړيوالې ټولنې دعوا کړې چې ۲۳۲مه ماده له اساسي قانون څخه سرغړونه ده

cri     (GMT+08:00) 2018-06-28 17:14:42

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د اوسپنې او فولادو نړيوالې ټولنې او اړوندو تصديو د جون په ۲۷مه نېټه د امريکا د تجارت نړيوالې محکمې ته دعوا وړاندې کړه، چې د ټرمپ حکومت لخوا وړاندې شوې ۲۳۲مه ماده، چې د اوسپنې او فولادو پر وارداتي توليداتو يې ۲۵ فيصده زياته ګمرکي تعرفه لګولې، له اساسي قانون څخه سرغړونه ده او له يادې محکمې څخه يې غوښتنه وکړه چې ياد ګمرکي ماليات بند کړي.

يادې ټولنې په همدې ورځ په اعلاميه کې وويل، د ۱۹۶۲ کال لپاره د تجارت د پراخېدلو قانون ۲۳۲مه ماده د امريکا له اساسي قانون سره په ټکر کې ده، ځکه چې بې له محدوديت څخه يې د ملي پارلمان څو برخې مقننه حقونه ولسمشر ته ورکړي دي. (فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای