CRI Online

د های نان ولايت ځانګړې اقتصادي سيمه ۳۰ کلنه شوه او اصلاحات او ورخلاصون يې ډېرپياوړی شوي

cri     (GMT+08:00) 2018-06-28 17:26:23

د چين په جنوب کې های نان ولايت ۳۰ کاله وړاندې يو ګوښه او وروسته پاتې ټاپو و، د ۱۹۸۸ کال په اپريل کې های نان ولايت کې ځانګړې اقتصادي سيمه تاًسيس شوه چې د چين د ولايت په کچه يوازينۍ ځانګړې اقتصادي سيمه وګرځيده او وروسته له دې نه په دې ولايت کې ستر بدلونونه رامځته شول.

د های نان ولايت د چيونګ های ښار په بې رنګ کلي کې د څاو لياو کافي خاونده وانګ چيوشيانګ د خپل ژوند د بدلونونو په اړه ژور احساسات لري. مخکې د وانګ چيو شيانګ کورنۍ په جونګړه کې اوسيده او هره ورځ به د يوې ډوډۍ لپاره خپه وه، خو هغه مجبوره شوه چې په مزدورۍ پيسې بل ځای ته لاړه شي، ځکه پدې توګه يې د کورنۍ اقتصادي ستونزې نه شوې حل کولی. خو اوس په های نان ولايت کې د ښکليو کليو د جوړولو په اړه د تګلارې په رڼا کې د نوموړې د کافي چارې ډېرې ښې پرمخ روانې دي او د نړۍ د بېلابېلو ځايونو سيلانيان راجلبوي. وانګ چيو شيانګ په دې اړه وويل:

((پخوا مو کلي ته خپل ملګري نه رابلل، اوس هميشه د وېچټ له لارې هغوی ته بلنه ورکوم چې زموږ کلي ته راشي او بدلونونه يې وګوري. پخوا مې هره مياشت د مزدورۍ پيسې يوازې ۱۰۰۰ يوان وو او له څو کلونو راهيسې مو هيڅ پس انداز نه و جوړ کړی. په ټاټوبي کې د کافي چارو له پيل وروسته مو پس انداز وکړ چې د پخوانۍ لس کلنې خوارۍ په پرتله زيات دی.))

له ۱۹۸۸ کال يعنې د های نان د ځانګړې اقتصادي سيمې له جوړېدو راهيسې دغه ولايت کې اصلاحات نوښت شوی چې له امله يې ډېرمثبت بدلونونه پکې رامنځته شوي دي. مثلاً د حکومت د ادارې ساحه پکې کوچنۍ شوې او د بازار او ټولنې اقتدار پکې پياوړی شوی دی. له ښارواليو نه د ولسواليو د ادارې حقونه په مستقيم ډول ولايتي حکومت ته وسپارل شول. پخوا په ټول ولايت کې هيڅ يو ترافيکي څراغ نه و، خو اوس دغه ولايت هر کال تر مليونو زيات سيلانيان راجلبوي او د نړيوال سيلانيز ټاپو په توګه ياديږي. پخوا دا ولايت يو کوچنی کلی و او کليوال يې کب نيوونکي وو. خو اوس دغه ولايت د بو او اسيايي فورم کوربه شوی، د يو کمربند او يوې لارې په جوړولو کې يې ګډون کړی چې له ګوښه او وروسته پاتې ځای نه د پرانيستونکي،خوځنده ځواک لرونکي او نړيوال های نان په توګه بدل شوی دی.

د روان کال په اپريل کې د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د هان نان په ټوله ټاپو کې د ازادۍ سوداګريزې ازمويښتي سيمې له جوړونې او د ازاد سوداګريز بندر د جوړولو له هڅې څخه ملاتړ اعلان کړ چې په دې توګه د های نان ژور اصلاحات لاګړندي شوي دي.د های نان د ازادې سوداګريزې ازمويښتي سيمې د جوړولو په موخه های نان پلان جوړ کړ چې تر ۲۰۲۰ کال پورې ۲۰۰زره بېلابېل کارپوهان جلب او جذب کړي او تر ۲۰۲۵ کال پورې دغه شمېر يو مليون ته لوړ کړي. د های نان ولايت د بهرنيو چارو او په بهر کې د ميشتو چينايانو چارو د دفتر مشر وانګ شنګ وايي، په های نان کې د بهرنيو کارپوهانو کارونو ته د خدمت او ادارې لارې چارې اوس د څېړنې په حال کې دي.

((هغه بهرني کارپوهان چې د های نان د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ له اړتياوو سره سمون لري او جلب او جذب ته ډېره اړتيا لري، د بهرنيو کارپوهانو د بيورو لخوا له تائيدېدو وروسته کولی شي چې په بهرکې د چين د ويزې ورکوونکو ارګانونو ته د کارپوهانو ويزې (R ډول)د اخيستلو غوښتنليک وړاندی کړي چې له مخې يې له ۵ کلونو نه تر ۱۰ کلونو پورې چين ته څو ځلې ننوتلی شي او هر ځل په چين کې د زيات تر زياته ۱۸۰ ورځو لپاره پاتېدای شي. های نان به هغو غوره بهرنيو محصلينو ته چې د چين په لوړو پوهنتونونو کې يې ماسټري او له دې نه لوړه درجه زده کړه کړی وي، اجازه ورکړي چې په دې ولايت کې کار يا کاروبار وکړي او د بهرنيو هېوادونو او هانکانګ، مکاو او تايوان سيمو تخنيکګرو ته به په های نان کې د کار او دايمي استوګنې اجازه ورکړي. ))

برسيره پردې های نان ولايت د های کوجيانګ دونګ نوې ناحيې د تاًسيس اعلان هم وکړ او دغه ناحيه به د های نان د ازادۍ سوداګريزې ازمويښتي سيمې د نمنوي ناحيې په توګه جوړه کړي. دغه راز های نان به د لوړ معيار له مخې ازاده سوداګريزه ازمويښتي سيمه جوړه کړي او په زياته اندازه به خپل بازار ته د بهرنيو پانګونو د ننوتلو شرايط کم کړي او تر ۲۰۲۵ کال پورې به په ابتدايي ډول د ازاد سوداګريز بندر ميکانيزم د جوړولو لپاره هڅې وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای