CRI Online

د چين او نړيوال سوداګريز سازمان په نوم سپين کتاب کې د چين ځوابونه

cri     (GMT+08:00) 2018-06-28 21:08:11
د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د جون په ۲۸مه نېټه په لومړي ځل د چين او د نړيوال سوداګريز سازمان تر سرليک لاندې سپين کتاب خپور کړ چې له ۱۷ کلونو راهيسې په ياد سازمان کې تر شاملېدو وروسته د چين لخوا د خپلو کړو ژمنو د تر سره کولو په اړه يې معلومات ورکړي دي، د څواړخيز سوداګريز نظام په ابادۍ کې د چين د ګډون کولو اصلي دريځ، سياستونه او ادعاګانې يې پکې بيان کړي او د لا لوړې سويې ورخلاصون د تر سره کولو په برخه کې يې د چين لرليد او کړنلاری څرګندې کړي دي.دغه سپين کتاب نه يوازې له خلکو سره دا مرسته کوي چې په نړيوال سوداګريز سازمان کې تر ګډون وروسته د چين د مرستو په اړه پوه شي، بلکې په دې اړه هم ورسره مرسته کوي چې ولې چين په ټينګه سره د ياد سازمان په مرکزيت د څو اړخيز سوداګريز نظام ملاتړ کوي؟

آيا چين خپلې ژمنې پوره کړي؟ په ياد سازمان کې د ګډون په پيل کې د چين زياتره چارې په مستقيمه توګه له نړيوالو سياليو سره مخامخ شوي او په واقعي توګه له سترو ستونزو سره مخامخ شوي دي.له ۱۷ کلونو راهيسې چين د مالونو سوداګرۍ،خدمتي سوداګرۍ او د پوهنې ملکيت حقونو د ساتنې په برخو کې خپلې درې ژمنې پلې کړي او د ۲۰۱۰ کال تر اګست پورې چين خپلې ټولې ژمنې پوره کړې دي.

په ياد سپين کتاب کې ويل شوي چې په ۲۰۱۰ کال کې د چين د مالونو ګمرکي مالياتو عمومي اندازه د ۲۰۰۱ کال له ۱۵ اعشاريه ۳ سلنې څخه ۹ اعشاريه ۸ سلنې ته راټيټه شوې ده.د خدمتي سوداګرۍ په برخه کې، د نړيوال سوداګريز سازمان د ۱۲ بېلا بېلو خدمتي ارګامونو په ۱۶۰ فرعي څانګو کې چين په ۲۰۰۷ کال کې خپلې ژمنې پوره کړي او د ۹ خدمتي ارګانونو ۱۰۰ فرعي څانګې يې خلاصې کړې دي.

که څه هم د چين لخوا د شويو ژمنو د پوره کېدو په اړه د نړيوالې ټولنې شکونه ډېر دي، خو د نړيوال سوداګريز سازمان زياتره غړي د چين څرګندونې منې چې يو له دغو غړو څخه د دې سازمان پخوانی عمومي مدير پسکل لامي د چين ډېره ستاينه کوي.

په نړيوال سوداګريز سازمان کې د چین ګډون څنګه نړۍ بدله کړې؟

لامي وايي چې په ۲۰۰۰ کال کې چين په نړۍ کې د صادراتو ۷م لوی هېواد او د وارداتو ۸م لوی هېواد و، په WTO کې د ګډون له ۱۷ کلونو راهيسې، چين د صادراتو لومړی لوی هېواد او د وارداتو دوهم لوی هېواد ګرځېدلی دی. چين د ورخلاصون تګلارې په پلي کولو سره د اقتصاد ستر پرمختګ موندلی او په عين وخت کې د نړيوال اقتصاد د بيا احيا او سمسورتيا لپاره يې ډېر مهم رول لوبولی دی.

له ۲۰۰۲ کال راهيسې، د نړيوال اقتصاد لپاره د چين منځنی خدمتي انډول نږدې ۳۰ سلنې ته رسېدلی چې د نړيوال اقتصاد د ودې عمده ځواک بلل کېږي. د څه باندې ۱۲۰ هېوادونو او سيمو د عمده همکار په توګه، د چين د وارداتو کلنی زياتوالی ۱۳.۵ سلنې ته رسېدلی چې دا د ګردې نړۍ د منځنۍ سويې په نسبت ۶.۹ سلنه لوړ دی. په ۲۰۱۷ کال کې بهرنيو هېوادونو او سيمو ته د چيني سيلانيانو شمېر ۱۳۰ مليونو ته رسېدلی و او د مصرف اندازه يې ۱۱۵ مليارډو او ۲۹۰ مليونو امريکايي ډالرو ته رسېده. دغو چيني سيلانيانو د نورو هېوادونو او سيمو لپاره د اقتصادي ودې او د ځايي خلکو د روزګار لپاره يې فرصتونه برابر کړي دي.

په WTO کې د چين کړنلارو نړۍ ته څه پيغام ورکړی؟

د WTO په مرکزيت څو اړخيز سوداګريز نظام د نړيوالې سوداګرۍ بنسټ دی، خو اوس دغه سازمان له ډېرو شکونو او جنجالونو سره مخ دی. په داسې حال کې چې له نړيوال کېدو سره د مخالفت رويه رامنځته شوې، د سوداګرۍ ساتي غوښتنې زياتې شوي او د نړۍ څو اړخيز نظامونه کمزوري دي، دغه شان پېښې هم کله نا کله ليدل کېږي چې ځيني غړو يې له اړوندو مقرراتو څخه سرغړونه کړې او سوداګريزې شخړې يې رامنځته کړې دي.

په همدې موقع د چين د نړيوال سوداګريز سازمان تر سرليک لاندې سپين کتاب د يادو مسئلو په اړه د چين ځوابونه ويلي چې چين د سوداګرۍ له يواړخيز او ساتونکي نظام سره کلک مخالفت کوي او پر څو اړخيز سوداګريز نظام ټينګار کوي. چين نه يوازې د WTO پرمختيايي غړو هېوادونو پر وړاندې د ګمرکي تعرفې د نه اخيستلو په شمول يو لړ تدبيرونه نيولي، بلکې د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز او د ازادې سوداګرۍ تړون په شمول د ځينو څو اړخيزو همکاريزو نظامونو له لارې يې ګردې نړۍ ته عامه توليدات برابر کړي او کوي يې. چين هيله لري چې لا زيات غړي هېوادونه له ځان سره په ګډه ګټې او سمسورتيا تر لاسه کړي.

نړيوال به دا وويني چې د چين د ورخلاصون په پياوړتيا سره به نړۍ د چين د پرمختګ له ميکانيزم څخه ګټې واخلي. که بېلا بېل هېوادونه په کلکه توګه د WTO د مقرراتو مراعات او ساتنه وکړي، نو دوی به په ګډه له رنګارنګ ننګونو سره مقابله وکړای شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای