CRI Online

د مصر ولسمشرعبدل الفتح السيسي د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو له غړي چن مين عه سره ملاقات وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-06-29 10:50:02

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د مصر ولسمشر عبدل الفتح السيسي د جون په ۲۷مه نېټه د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او د چونګ چينګ ښار د کمونېست ګوند د کميټې منشي چن مين عه په مشرۍ د چين د کمونېست ګوند له پلاوي سره ملاقات وکړل.

چن مين عه ولسمشر السيسي ته د چين د دولت رئيس شي جين پينګ نيکې هيلې او سلامونه وسپارل او د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د السيسي د بيا ټاکل کيدو په مناسبت يې ورته مبارکي وويله. هغه وويل د چين او مصر تر منځ عنعنوي دوستي لرغونی تاريخ لري او د دواړو هېوادونو تر منځ ټينګې اړيکې موجودې دي. په وروستيو کلونو کې د دواړو هېوادونو د مشرانو تر ګډو پاملرنو لاندې د چين او مصر تر منځ هراړخيزې ستراتيژيکې دوستانه اړيکې په پر له پسي ډول ژورې شوي او په بېلا بېلو ساحو کې د همکارۍ لاسته راوړنې يې زياتې شوې دي. هرکلی کوم چې ولسمشر السيسي به په سپتمبر مياشت کې په بيجينګ کې د چين او افريقا د همکارۍ فورم په سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړي. چين غواړي چې له مصر سره يو ځای د دواړو هېوادونو د مشرانو لخوا تر لاسه شوې مهمې ګډې نظريې عملي کړي، ستراتيژيک تګ راتګ پياوړی کړي، د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې واقعي همکارۍ ټينګې کړي او د ګډ پرمختګ لپاره هڅې وکړي. چين د مصر مقام او اغيزو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي چې په نړيوالو او سيمه ايزو چارو کې له دغه هېواد سره همغږۍ او همکارۍ پياوړې کړي.

السيسي د چن مين عه له لارې د چين دولت رئيس شي جين پينګ ته نيکې هيلې وړاندې کړې او هيله يې څرګنده کړه چې په بيجينګ کې د چين او افريقا د همکارۍ فورم په سرمشريزه غونډه کې ګډون ولري.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای