CRI Online

د سوداګرۍ نړيوال سازمان چارواکي د چين او د سوداګرۍ نړيوال سازمان سپين کتاب ته فعال غبرګون وښود

cri     (GMT+08:00) 2018-06-29 10:51:56

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د سوداګرۍ د نړيوال سازمان وياند کيت روکوېل د جون په ۲۸مه نېټه په ژنيو کې د چين لخوا خپور شوی د چين او د سوداګرۍ نړيوال سازمان د سپين کتاب د ارزونې په وخت کې وويل چې د سوداګرۍ نړيوال سازمان دارالانشا هر وخت له دغه سازمان څخه د چين د قوي ملاتړ لوړه ستاينه کړی او کوي يې.

نوموړي وويل چين تل په بېلا بېلو ساحو کې د سوداګرۍ نړيوال سازمان په فعاليتونو کې ګډون کړی او کوي يې. دا مالومه خبره ده چې چين د سوداګرۍ د اسانېدو کيدو تړون او د مالوماتو او تخنيکونو د تړون د پراخوالي په هکله د خبرو اترو د برياليتوب لپاره کلي او مهم رول لوبولی دی.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای