د سين هوااژانس د خبر له مخې، د روسي ولسمشر ولاديمير پوتين د جون په ۲۸مه نېټه په کريملين ماڼۍ کې د دغه هېواد د جګ پوړو پوځي پوهنتونونو له فارع شويو زده کوونکو سره د کتنې په وخت کې وويل اوس له روسي پوځ سره د عصري وسلو انډول نژدې ۶۰ سلنې ته رسيدلی دی او د اټکل له مخې به تر ۲۰۲۱ کال پوري ۷۰ سلنې ته ورسيږي.
پوتين وويل د روسيې پوځ د زياتو ډولونو وسلو لرونکي سيستم مخکښ تفوق لري. اوس د روسيې په جنوبي پوځي سيمه کې د چاړې په نوم د اواز له سرعت ډېر ګړندي توغندي ځای پر ځای شوی دی، وروسته به د پيشقدم په نامه د اواز له سرعت چټک توغندي او د سرمات په نوم د درانده قاره ويشتونکی لتوغندی ځای پر ځای شي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |