CRI Online

چين به د ايران د ذروي مسئلې د هراړخيز تړون د ساتلو او عملي کولو لپاره پر له پسي کوښښونه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-06-29 11:13:01

د سين هوااژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين دايمي استازي ما جاو شوي د جون په ۲۷مه نېټه په امنيت شورا کې د ايران د ذروي مسئلو په هکله په پرانيستې غونډه کې وويل چې چين به په عيني، عادلانه او مسئولانه رويه له بېلا بېلو خواوو سره خبرو اترو او سلامشورو ته دوام ورکړي او د ايران د ذروي مسئلې د هراړخيز تړون د ساتلو او عملي کولو لپاره به کوښښ وکړي.

ما جاو شوي وويل چين تل له سياسي لارې د ايران د ذروي مسئلې د حلولو پر دريځ ټينګار کړي او د ذروي وسلو د نه خپريدو د نړيوال سيستم د ټينګولو لپاره يې کوښښونه کړي او د نړۍ او سيمې سوله او ثبات يې ساتلي دي. دغه هراړخيز تړون د څواړخيزو غوښتنو يوه مهمه لاسته راوړنه ده، د سياسي او ديپلوماتيکې لارې په وسيله د نړيوالو او سيمه ايزو تودو مسئلو د حل يوه بريالې بيلګه هم ده، د ذروي وسلو د نه خپريدو د نړيوال سيستم د ساتلو او په منځني ختيځ کې د سولې او ثبات ساتلو لپاره مهم رول لوبوي چې په نړيواله ټولنه کې د هرکلي وړ دی.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای