CRI Online

په م م کې د چين دايمي استازی ما جاو شيو: چين له نړيولې ټولنې څخه ملاتړ کوي چې د ترهګرۍ پر ضد ځواک پياوړی کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-06-29 12:37:32

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په ځايي وخت د جون په ۲۸مه نېټه د م م د غړيو هېوادونو د ترهګرۍ پر ضد د سازمانونو د مسئولينو ترمنځ لوړ پوړې غونډه په نيويارک کې د م م په مقر کې تر سره شوه، ياده غونډه د م م د سرمنشي ګوټرېس لخوا رابلل شوې وه. په م م کې د چين دايمي استازي ما جاو شيو په دې غونډه کې وويل، چين له نړيوالې ټولنې څخه ملاتړ کوي چې نويو خالاتو او ځانګړتياوو ته په کتو د ترهګرۍ پر ضد نړيوال ځواک پياوړی کړي.

ما جاو شيو په ياده غونډه کې د ترهګرۍ ضد د نړيوال ځواک د پياوړتيا لپاره د چين يو څو نظريې وړاندې کړې:

لومړی، نړيواله ټولنه بايد يو معيار ټينګ کړي او د ترهګرۍ ضد داسې نظريه وړاندې کړي چې ټولو ته د منلو وړ وي. د ترهګرۍ پر ضد هڅه بايد د م م د منشور له مخې د م م مرکزي او همغږی رول ولوبوي.

دوهم، نړيواله ټولنه بايد په ګډه پاليسي پلې کړي او د دې ټولنې دننه او دباندې مسئلې بايد حل کړي. نړيواله ټولنه بايد د ترهګرۍ سرچينې پاکې کړي، بايد په سياسي حل او سوله ييز ډول شخړې له منځه يوسي، له بېلابېلو هېوادونو سره بايد مرستې وکړي او د دوامدار پرمختګ هدف دې پر ځای کړي. ترهګري بايد په ځينو ځانګړو قومونو او مذهبونو پورې و نه تړل شي او بايد د بېلابېلو کلتورونو او مذهبونو ترمنځ مساوي ډيالوګ تر سره او همغږي تر لاسه کړي.

دريم، بايد نړيوالې همکارۍ ټينګې کړي او د ترهګرۍ مخنيوي او مجادلې ته اهميت ورکړي.

څلورم، بايد اړوندې پرېکړې پر ځای کړي او د توان د پياوړتيا لپاره هڅه وکړي.

ما جاو شيو په عين وخت کې ژمنه وکړه چې چين به په پر له پسې ډول د خپل توان په اندازه پرمختيايي هېوادونو ته د ترهګرۍ ضد مواد او د توان جوړښت برابر کړي، هيله ده چې له بېلابېلو هېوادونو سره يو ځای د ترهګرۍ پر ضد مقابله وکړو او د نړۍ سوله او ثبات وساتو.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای