د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جون د ۲۸مې نېټې په ماښام د امريکا د ختيځ ماريلنډ ايالت په يو خبري اژانس کې ډزې شوي دي. د ځايي پوليسو په وينا، په دې بريد کې ۵ تنه وژل شوي او څو تنه نور ټپيان شوي دي.
ياد بريد د ماريلنډ په مرکز انناپوليس کې د پلازمېنې خبري ورځپاڼې په ايډيټ کوټه کې شوی دی. د انني ارودېل ولسوالۍ د پوليسو ادارې لنډمهالي مشر په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې په ياد بريد کې ۵ تنه وژل شوي او څو تنه نور ټپيان شوي دي.
د انني ارودېل ولسوالۍ يو چارواکي رسنيو ته ويلي چې پوليس بريدګر نيولی دی او ټپيان يې نژدې روغتون ته لېږدولي دي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |