CRI Online

ګوټرېس له نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د ترهګرۍ پر ضد همکارۍ پياوړې کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-06-29 12:46:12

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي ګوټرېس د جون په ۲۸مه نېټه له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د ترهګرۍ پر ضدهمکارۍ پياوړې کړي او د ترهګرۍ مخنيوي ته لومړی اهميت ورکړي.

ګوټرېس په همدې ورځ د م م د غړيو هېوادونو د ترهګرۍ پر ضد د سازمانونو مسئولينو ترمنځ د لومړۍ دورې په لوړ پوړې غونډې کې وويل، اوس د ترهګرۍ پر ضد محاذ په انټرنېټ باندې دی، موږ بايد څواړخيزې همکارۍ پياوړې کړو.

ګوټرېس وويل، اوس د ترهګرۍ پر ضد تر ټولو مهم هدف د نړيوالو همکاريو پياوړتيا ده.

ياده لوړ پوړې غونډه د جون له ۲۸مې نېټې څخه تر ۲۹مې نېټې پورې په نيويارک کې د م م په مقر کې تر سره شوه او مضمون يې د بدلې شوې ترهګرۍ پر ضد نړيوالې همکارۍ پياوړې کول دي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای