CRI Online

کارپوهه: چين د لومړي ځل لپاره د چين او د سوداګرۍ نړيوال سازمان تر عنوان لاندې سپين کتاب خپور کړ او ورڅخه څرګندېږي چې چين په ټينګار سره له يواړخيزې غوښتنې او سوداګرۍ ساتونکې غوښتنې سره مخالفت کوي او د ورخلاصون پر بنسټ همکارۍ پياوړې کوي.

cri     (GMT+08:00) 2018-06-29 14:29:04

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د جون په اته ويشتمه نېټه د چين او د سوداګرۍ نړيوال سازمان په نوم سپين کتاب خپور کړ. دا لومړی ځل دی چې چين تر دې سرليک لاندې سپين کتاب خپروي. دغه کتاب په هر اړخيزه توګه په ياد سازمان کې د ګډون په اړه د چين د کړو ژمنو د پلې کولو حالات، د څواړخيز سوداګريز نظام د جوړونې په اړه د چين اصل، دريځ، پاليسۍ او غوښتنې او د ورخلاصون د پياوړتيا او پراختيا په اړه د چين اميد او عمل معرفي کوي. د کارپوهانو په اند، له دغه سپين کتاب څخه څرګندېږي چې د چين حکومت په ټينګار سره له يواړخيزې غوښتنې او سوداګرۍ ساتونکې غوښتنې سره مخالفت کوي او د ورخلاصون پر بنسټ د همکاريزې صحنې د جوړولو لپاره کوښښ کوي.

په دغه کتاب کې کابو دوولس زره کلېمې شته او له سريزې او پای خبرو پرته، په څلورو برخو ويشل شوی او محتويات يې داسې دي: په ياد سازمان کې د ګډون کولو په وخت کې د چين ژمنې، له څواړخيز سوداګريز نظام څخه د چين ټينګ ملاتړ، په ياد سازمان کې له برخه اخيستلو نه وروسته نړۍ ته د چين مهم خدمتونه او د ورخلاصون د کچې او سويې د لوړولو لپاره د چين هڅونه.

د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ د نړيوال اقتصاد او سياست د څيړنې مرکز څيړونکې ني يو جيو وويل، د چيني حکومت لخوا د دغه کتاب د خپرېدو په اړه دوې موخې شته. لومړی، د هغو ناوړو او ناسمو خبرو پر وړاندې بايد مجادله وشي کومې چې ويل کېږي چين په دغه سازمان کې د ګډون په اړه خپلې ژمنې نه دي پلې کړي. دوهم، د نړيوال کېدو بهير د نرمېدو او د سوداګرۍ ساتونکې غوښتنې د سختېدو په حال کې له څواړخيز سوداګريز نظام څخه د چين ټينګ ملاتړ څرګندېږي. دې وويل، 

له دغه سپين کتاب څخه څرګندېږي چې چين په ياد سازمان کې له ګډون کولو نه وروسته په اوولسو کلونو کې په پوره توګه خپلې ژمنې عملي کړي چې پکې د بازاري اقتصاد نظام له اصلاحاتو، د مالونو او خدمتونو د سوداګرۍ او د پوهې ملکيت حق له ساتلو او د شفافيت له پياوړتيا څخه عبارت دي. د دې ترڅنګ، چين پر کړو ژمنو سر بېره د ګمرکي مالياتو د کمښت په برخه کې هم تدبيرونه نيولي دي. له دې څخه څرګندېږي چې د دغه سازمان په اړه د چين ژمنې پلې شوې دي. بله خوا، د نړيوال کېدو بهير د نرمېدو او د سوداګرۍ ساتونکې غوښتنې د سختېدو په حال کې د دغه کتاب له خپرېدو څخه ښکاري چې چين له څواړخيز سوداګريز نظام څخه ملاتړ کوي.

په دغه کتاب کې ليکل شوي چې چين په ټينګار سره د متقابلو ګټو پر بنسټ د ورخلاصون ستراتيژي پلې کوي، د دغه سازمان د ازادې سوداګرۍ د افکارو درناوی کوي او د ورخلاصون په بهير کې د ستر او لوی هېواد په توګه مسؤلانه رويه څرګندوي. په ياد سازمان کې له ګډون څخه د يو کمربند او يوې لارې وړانديز تر جوړولو پورې، چين د نړيوال اقتصاد او سوداګرۍ د پياوړتيا او د نړيوالو د ګټو د زياتوالي لپاره مهم او زيات خدمتونه کړي دي او کوي يې. چين د نړيوال اقتصاد د ثبات او پرمختګ سرچينه ګرځېدلې ده. دغه راز، چين د همکاريو د پياوړتيا لپاره د ورخلاصې صحنې د جوړولو لپاره هم زيار باسي. مېرمن ني يو جيو دا نظر لري چې په همداسې وخت کې چين دغه سپين کتاب خپور کړ او و يې غوښتل چې د خپلو پرمختيايي تجربو سره سم نړۍ ته ووايي چې په ياد سازمان کې له ګډون کولو نه وروسته چين چټک پرمختګ موندلی دی او د چين چټک پرمختګ د نړۍ لپاره ګټور دی. دې وويل،

رښتيا دا ده چې چين د څواړخيز سوداګريز نظام ګټه اخيستونکی دی. په عين وخت کې د چين پرمختګ هم د نړۍ لپاره ګټور دی. د چين د اقتصاد ثابت پرمختګ د نړيوال اقتصاد د ثابت پرمختګ سبب دی. په تېرو څو کلونو کې د نړيوال اقتصاد په زياتوالي کې د چين د اقتصادي زياتوالي انډول له دېرش سلنې څخه اوښتی دی. د سوداګرۍ ساتونکې غوښتنې د سختېدو په حال کې چين د يو مسؤلانه لوی هېواد په توګه خپل ورخلاصه رويه او بڼه څرګندوي. چين به خپل بازار ته د ننوتلو جواز د پراختيا او د ګمرکي مالياتو د کمښت په شمول د ورخلاصون د لا زياتو تدبيرونو په نيولو سره نورو هېوادونو ته انساتياوې برابرې کړي څو چې لا زيات هېوادونه د چين له چټک پرمختګ څخه ګټه واخلي. نو دغه سپين کتاب د ورخلاصون د پراختيا په اړه د چين ټينګ هوډ او د يو مسؤلانه هېواد په توګه د چين مسؤليت څرګندوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای