CRI Online

يانګ جي چه د جنوبي افريقا د امنيتي چارو له وزير ديپو ليتساتسي دوبا سره ملاقات وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-06-29 14:36:23

د چين نړيوالې راډ‌يو د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او د مرکزي کميټې د بهرنيو چارو د کاري کميسيون د دفتر منشي يانګ جي چه پر ځايي وخت د جون په ۲۸مه نېټه د جنوبي افريقا په دوربان کې د بريکس هېوادونو د امنيتي چارو د جګ پوړو استازو په اتمه غونډه کې له ګډون مخکې د جنوبي افريقا د امنيتي چارو له وزير ديپو ليتساتسي دوبا سره ملاقات وکړ.

له نوموړي سره په خبرو کې يانګ جي چه وويل چې د هراړخيز ستراتيژيک ملګري په توګه چين تل له جنوبي افريقا سره د ملګري او ورور په شان ځانګړې دوستانه اړيکې ټينګې کړي. روان کال د چين او جنوبي افريقا تر منځ د سياسي اړيکو د جوړيدو له شلمې کاليزې سره برابر دي چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې له نويو مهمو ننګونو سره مخامخ دي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د جولای په مياشت کې په جنوبي افريقا کې د بريکس هېوادونو د مشرانو په لسمه کتنه کې ګډون وکړي او چين د دغې غونډې لپاره د جنوبي افريقا له کارونو څخه پوره ملاتړ کوي او د کتنې د برياليتوب لپاره به هڅې وکړي. د روان کال په سپتمبر مياشت کې به د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د جنوبي افريقا ولسمشر سيريل رامافوسا په ګډه د چين او افريقا د همکارۍ فورم د بيجينګ سرمشريزې غونډې مشري وکړي او د چين او افريقا تر منځ د هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ دوستانه اړيکو د ټينګولو لپاره به نوي پلانونه جوړ کړي. چين غواړي چې له جنوبي افريقا سره نژدې همکارۍ وکړي او د دغو دوو لويو ديپلوماتيکو فعاليتونو د برياليتوبو لپاره به پوره تياريانې تر سره کړي.

دوبا وويل جنوبي افريقا او چين نه يوازي ښه همکاران بلکې وروڼه هم دي. جنوبي افريقا د چين له ارزښتناک ملاتړ څخه ډېره مننه کوي او په افريقايي چارو کې د چين د مهم رول ستاينه کوي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای