د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د هانکانګ په ځانګړې اداري سيمه کې د چين د خارجه وزارت د استازي دفتر وياند د جون په ۲۹مه نېټه د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې څرګنده کړه چې د امريکا د خارجه وزارت څو ورځې مخکې د ۲۰۱۸ کال د انسانانو د قاچاق په اړه يو رپوټ خپور کړ. د دغه رپوټ اړوند محتويات له واقعيتونو څخه ليرې دي، د هانکانګ اوسني اغېزمن قانوني نظام او له انساني قاچاق سره د مبارزې په برخه کې د ځانګړې اداري سيمې د حکومت په سترو کوښښونو يې خپلې سترګې پټې کړې چې بيخي بې دليله او له تعصبونو څخه ډک دی.
د هانکانګ د ځانګړې اداري سيمې حکومت له دې سره ټينګ مخالفت کوي او نه يې مني. په هانکانګ کې د چين د خارجه وزارت د استازي دفتر د هانکانګ حکومت له دريځ څخه پوره ملاتړ کوي. چين له دې سره ټينګ مخالفت کوي چې نور هېوادونه په کومې پلمې د چين په کورنيو تګلارو او د هانکانګ په چارو کې لاس ووهي يا د هانکانګ قانوني ادارې او څېرې ته زيانونه ورسوي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |