CRI Online

په م م کې د روسيې استازی: نړۍ څواړخيزې غوښتنې ته اړتيا لري.

cri     (GMT+08:00) 2018-06-29 15:41:35

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د روسيې دايمي استازي وېسلي نېبنزيا د جون په ۲۸مه نېټه په نيويارک کې د م م په مقر کې وويل چې دغه نړۍ څواړخيزې غوښتنې ته اړتيا لري، نه يواړخيزې غوښتنې ته.

د م م د امنيت شورا د نوبتي رئيسه هېواد په توګه د روسيې د ماموريت مودې له پای ته رسېدو مخکې يوه خبري ناسته کې ښاغلي نېبنزيا څرګنده کړه چې د اوسنۍ نړۍ عمومي حالات د تېرې پېړۍ د شپږمې يا اوومې لسيزې د سړې جګړې په پرتله لا پېچلي ښکاري. اوسنۍ نړۍ څو قطبيزه شوې، خو موږ څواړخيزه غوښتنه له لاسه ورکړې ده.

هغه زياته کړه چې لوی هېوادونه بايد يو له بل سره لا زيات ديالوګونه تر سره کړي. موږ بايد نه يوازې د مشرانو ترمنځ، بلکې په څو کچو دې سره خبرې اترې وکړو.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای