د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپېو په بلنه ور سره ټلېفونې خبرې وکړې. دواړو خواوو د چين او امريکا تر منځ اوسنيو اړيکو او د ګډې علاقې وړ نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه سلا مشورې وکړې او له دې سره يې موافقه وکړه چې پر له پسې به ټينګې اړيکې وساتي.
(ميڼه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |