CRI Online

يانګ جې چه د بريکس هېوادونو د امنيتي چارو د لوړ پوړيو استازو په اتمه غونډه کې ګډون وکړ.

cri     (GMT+08:00) 2018-06-30 15:42:27

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو غړي او د دغه کمېسيون د بهرنيو چارو د کاري کميټې دفتر مدير يانګ جې چه پر ځايي وخت د جون په ۲۹مه نېټه د جنوبي افريقا په دوربان ښار کې د بريکس هېوادونو د امنيتي چارو د لوړ پوړيو استازو په اتمه غونډه کې ګډون وکړ. برخوالو په دغه غونډه کې په جوهانيسبورګ کې د بريکس هېوادونو د سرمشريزې غونډې لپاره تيارياني ونيولې کوم چې د جولای په مياشت کې به تر سره شي، د نړيوالو اوضاعو او سيمه ييزو تودو مسئلو او د سوله ساتي عملياتو، ترهګرۍ ضد مبارزې او انټرنيټي امنيت په ساحو کې د همکاريو د ژورتيا په اړه يې د نظريو تبادلې وکړې او ګډو موافقو ته رسېدلي دي.

يانګ جې چه وويل، اوسمهال نړيوال حالات د پيچلتيا او ژور بدلون په حال کې دي. بريکس هېوادونه د نړيوالې سولې، ګډ پرمختګ او نړيوالې ادارې په باره کې مهم ځواک دی، نو بايد د متقابل ستراتېژيک باور او مؤثرې همکارۍ د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي، تر څو د نړيوالې سولې او ثبات د ساتلو لپاره رغنده رول ولوبوي.

د دغې غونډې په ترڅ کې يانګ جې چه په جلا جلا توګه د روسيې، جنوبي افريقا، هند او برازيل د پلاويو له مشرانو سره وکتل. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای