د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م امنيت شورا د جون په ۲۹مه نېته د مين پاکۍ عملياتو په اړه يوه خلاصه غونډه جوړه کړه. په دغه غونډه کې اشاره شوې چې چاوديدونکي مواد د عامو وګړيو، بشردوستۍ کارکوونکو او سوله ساتونکو په وړاندې سخت ګواښ دی. د مين پاکۍ عمليات د سولې، ثبات او پر له پسې پرمختګ د تاًمينولو مخکنی شرط دی.
امنيت شورا په همدې ورځ د مين پاکۍ عملياتو په اړه د سرمنشي اټونيو ګوټريس کاري راپور تر غور لاندې ونيوه. په دغه راپور کې راغلي چې په تېرو څو کلونو کې د چاوديدونکو موادو له امله د مرګ ژوبلو شمېر د کمښت په حال کې و، خو په تېره لنډه موده کې دغه شمېر بيا زيات شوی چې ساده چاوديدونکي مواد د دغه شمېر د زياتوالي يو عمده سبب دی. داسې چاوديدونکي مواد په افغانستان، ليبيا، اوکراين، يمن سوريې، عراق او مالي په شمول جنګي سيمو کې شتون لري او د بشردوستۍ مرستندويه کارونو په وړاندې خنډونه جوړوي. له دې امله عام وګړي په امنيت سره خپلو کورونو ته بېرته نه شي راستنېدای او همدارنګه د سوله ساتونکو ژوند او امنيت له دې امله ګواښ سره مخامخ دی.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |