د سين هوااژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جون په ۲۹مه نېټه وويل دی به د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره په کتنه کې د يو لړ نړيوالو او سيمه ايزو تودو مسئلو په هکله بحث وکړي.
د سپينۍ ماڼۍ د خبريالانو د خبر له مخې، ډونالډ ټرمپ په همدې ورځ خبري رسنيو ته وويل ښايي چې د ده او د ولاديمير پوتين تر منځ کتنه به د خړپړو نړيوالو حالاتو د ښه والي لپاره ګټوره وي. هغه به له ولسمشر پوتين سره د سوريې او د اوکراين د حالاتو او د مليونو امريکايي ډالرو په اندازه د پوځي لګښت د کموالي په اړه بحث وکړي. هغه به د امريکا په ولسمشريزو ټاکنو کې د روسيې د لاس وهنې په هکله به له پوتين سره خبرې وکړي او دا هيله يې څرګنده کړه چې هيڅ هېواد د امريکا په ټاکنو کې لاسوهنه ونه کړي.
مخکې د امريکا خبري رسنيو خبر ورکړی و چې ټرمپ د سوداګرۍ له نړيوال سازمان څخه د وتلو نيت لري. په دې هکله هغه وويل اوس به له دغه سازمان څخه د وتلو په هکله مسئله ياده نه کړي، خو امريکا غوښتنه کوي چې په دغه سازمان کې عادلانه چلند تر سره شي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |