د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين د دايمي استازي مرستيال وو های تاو د جون په ۲۹مه نېټه وويل، چې چين غواړي په مداومه او جدي توګه راز راز نړيوالې دندې پلې کړي، د خپلو کورونو د بيا رغونې لپاره د مين ځپلو هېوادونو او سيمو له خلکو سره مرسته وکړي او له نړيوالې ټولنې سره يو ځای د مين په شمول د چاوديدونکو موادو له امله د بشري ستونزو د ليرې کولو لپاره هڅې وکړي.
نوموړي وويل، چې چين په مثبته توګه د مين پاکولو په اړه د نړيوالو بشردوستۍ چارو سره مرسته کړې ده او کوي يې. چين د مين پاکۍ الو د برابرولو او د کارکوونکو د روزلو له لارې د اسيا او افريقا له څه باندې څلوېښتو هېوادونو سره بشري مرستې کړې دي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |