CRI Online

د چين کمونېست ګوند د غړو شمېر ۸۹مليونه او ۵۶۴ زرو ته رسېدلی او جوړښت يې لا مناسبوالی او غوره والی موندلی دی.

cri     (GMT+08:00) 2018-06-30 16:52:36

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د تشکيلاتي څانګې د تازه شمېرنې له مخې، د ۲۰۱۷م کال تر پايه پورې، د دغه ګوند د غړو شمېر ۸۹ مليونه او ۵۶۴ زرو ته رسېدلی چې دغه شمېر د ۲۰۱۶م کال په پرتله ۱۱۷زره تنه زيات شوی دی. د دغه ګوند د بنسټيزو سازمانونو شمېر ۴مليونه او ۵۷۲ زرو ته رسېدلی چې دغه رقم د ۲۰۱۶م کال په پرتله ۵۳ زره زيات شوی دی. همدارنګه له يادې شمېرنې څخه څرګندېږي چې د نويو حالاتو په وړاندې د دغه ګوند د ابادۍ او د بنسټيزو سازمانونو د ابادۍ په اړه د دغه کمېسيون غوښتنې او حکمونه په جدي او مؤثره توګه عملي شوي دي او د دغه ګوند ژوند او ځواک په پر له پسې توګه قوی کېږي.

د چين کمونېست ګوند د غړو جوړښت لا مناسب شوی او د بنسټيزو سازمانونو لارښوونکي اغېز يې لا غوره والی موندلی دی. په ټولو غړو کې د ۴۸.۳٪ کسانو له کالجونو او پوهنتونونو څخه فارغ شوي دي، ۲۶.۷ سلنه يې ښځينه غړې دي او ۷.۳سلنه يې له ملي لږکيو سره تړاو لري. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای