CRI Online

د سوريې په جنوبي برخه کې د ځينو سيمو مخالفو وسله والو موافقه وکړه چې له حکومت سره پخلاينه وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2018-07-01 15:50:38

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې پوځ او دولتي اژانس د جون په دېرشمه نېټه خبر ورکړ چې په تېرو څو ورځو کې د دغه هېواد په جنوبي برخه کې د دارا ولايت په ځينو سيمو کې مخالفو وسله والو موافقه وکړه چې له حکومت سره پخلاينه وکړي.

د سوريې د پوځي سرچينې له مخې، حکومتي پوځ په همدې ورځ د دغه ولايت په جنوبي برخه کې پوځي عمليات تر سره کړل، نو د دغه ولايت د مرکز دارا ښار په شمال کې د څو کليو او علاقه داريو مخالفو وسله والو موافقه وکړه چې له حکومت سره روغه جوړه وکړي. له دې نه وروسته چې دغو وسله والو خپلې وسلې په ځمکه کيښودلې، حکومتي پوځ څلورو کليو او علاقه داريو ته ننووت. بر سېره پردې، د دغه ولايت په جنوب ختيځ کې د بوسرا الشام علاقه دارۍ مخالفې ډلې هم له حکومتي پوځ سره د روغې جوړې تړون لاسليک کړ. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای