CRI Online

عراق به د جولای په ۳مه نېټه د پارلماني ټولټاکنو ځينې رايې بيا وشمېري.

cri     (GMT+08:00) 2018-07-01 15:55:10

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د عراق د ټولټاکنو عالي خپلواکې کمېسيون د جون په ۳۰مه نېټه اعلان وکړ چې د جولای په ۳مه نېټه به په لاس باندې حسابولو له لارې د پارلماني ټولټاکنو ځينې رايې بيا وشمېرل شي چې د خلکو په شکايت او دولتي راپور کې يادې شوې شکمنې رايې پکې شاملېږي.

د دغې کمېسيون وياند په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د تر لاسه شويو شکايتونو او دولتي راپور له مخې، دغه کمېسيون د څو غونډو په تر سره کولو سره په مختلفو ولايتونو کې د رايو اړوند شکمن بکسونه ټاکلي دي چې رايې به يې بيا وشمېرل شي. خو په دغه اعلاميه کې د دغو رايو د مشخصو شمېرو يادونه نه ده شوې.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای