CRI Online

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له وسله والو طالبانو سره د يواړخيز اوربند رسمي پای اعلان کړ.

cri     (GMT+08:00) 2018-07-01 15:56:17

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جون په دېرشمه نېټه د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې له وسله والو طالبانو سره د يواړخيز اوربند رسمي پای اعلان کړ او له وسله والو طالبانو څخه يې غوښتنه وکړه چې د سولې په خبرو اترو کې برخه واخلي.

نوموړي په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل، اتلس ورځنی اوربند پای ته ورسېد او افغان امنيتي ځواکونه به نوي پوځي عمليات تر سره کړي.

هغه زياته کړه چې تېر اوربند ښکاره پايله تر لاسه کړې ده او له دې څخه څرګندېږي چې د افغانستان بېلا بېلې خواوې د سولې لپاره چمتو شوې دي. مخکې تر دې وسله والو طالبانو هم د دريو ورځو لپاره اوربند کړی و او له دې څخه څرګندېږي چې د دغې ډلې زيات غړي د سولې په تمه دي. اوسمهال وسله وال طالبان بايد مثبت غبرګون وښيي. که وسله وال طالبان هر وخت چمتو شي، هغه به سمدلاسه د اوربند موده اوږده کړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای