CRI Online

په ټول امريکا کې د ټرمپ حکومت په اړه د کډوالو تګلارې پر ضد لاريونونه تر سره شول

cri     (GMT+08:00) 2018-07-01 16:37:37

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د امريکا په ټول هېواد کې د جون په ۳۰مه نېټه څه دپاسه ۷۰۰ لاريونونه تر سره شول چې په وروستې موده کې د ټرمپ حکومت د کډوالو د هغه تګلارې په اړه نخالفت څرګند کړ څرګند شوي کوم چې له امله د پلرونو او مينو او د ماشومانو جلا کيدلو سبب شوې ده.

که څه هم په واشنګتن کې تودوخه نژدې ۳۵ سانتي ګراد وه، خو لا هم شاو خوا ۳۰ زره خلکو په لاريونونو کې ګډون کړی و. احتجاج کوونکو د ټرمپ له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې سمدلاسه په ناقانونه توګه د کډوالو او د دوی ماشومانو تر منځ د جلا کيدو تګلارې ختمې کړي. په نيويارک کې لسګونو زرو کسانو په همدې ورځ په يادو لاريونونو کې ګډون کړی و.

دا د يادې تګلارې له عملي کيدو راهيسې په امريکا کې تر ټولو د لويې پيمانې احتجاجي فعاليت و. د نيويارک، لاس انجلېس په شمول لويو ښارونو او کوچنيو علاقه داريو او کليو کې د پارلمان غړيو او د بېلا بېلو ټولنو مشهورو شخصيتونو ټول د ټرمپ حکومت سره د ناخوښۍ څرګندولو لپاره په لاريونونو کې ګډون کړي و.

ژباړونکې:ډيوه

د لاريون انځورونه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای