CRI Online

ليانګ جيا هه کلی

cri     (GMT+08:00) 2018-07-01 16:38:58

د ۲۰۱۵ کال د فبرورۍ په ديارلسمه نېټه يعنې د کرهنيزې جنترۍ د دوولسمې مياشتې د پنځه ويشتمې ورځې په سهار يوولسو بجو شي جين پينګ د ژيړې ځمکنۍ د لوړې په مرکز کې د ليانګ جيا هه په نوم کوچني کلي ته تر ځو کلونو وروسته ورغی چې د ده په زړه کې ژورې خاطرې پرېښې دي. له هغه وخته څلوېښت کلونه تير شوي چې هغه له ليان جيا هه څخه تللی و. شي جين پينګ ډېر هيجاني و چې يو ځل بيا يې له دغه ځای دوباره ليدنه کوله کوم چې په دې ځای کې يې د اوو کلونو لپاره کارونه او ژوند کړي او د دغه کلي اوسيدونکي يې له نژدې وکتل. ځايي خلک د شي جين پينګ په شاو خوا کې راغونډ شوي وو چې د قدم وهلو په وخت کې يې سره خبرې اترې کولې.

شي جين پينګ په ۱۹۷۵ کال کې له ليانګ جيا هه څخه وتلی و او دا دويم ځل دی چې هغه بير ته دغه کلي ته رستنېده. ځايي خلکو ته ياد دي چې شي جين پينګ په ۱۹۹۳ کال کې هم د لومړي ځل لپاره له دغه ځای څخه ليدنه کړې وه.

د ۱۹۹۳ کال د سپتمبر په ۲۷مه نېټه شي جين پينګ چې په هغه وخت کې د فو جيان ولايت د کمونېست ګوند د دايمي کميټې غړی او د فو جو ښار د کمونېست ګوند د کميټې د منشي دنده پر غاړه درلوده، د لومړي ځل لپاره بير ته ليانګ جيا هه کلي ته ستون شوی و. په هغه وخت کې ده د ځايي اوسيدونکو سره له نژدې وکتل او ور ته يې ويلي وو چې بايد نه يوازي د لوږې او بلکې د ښوونې مسئله هم دايمي حل شي. هغه په ځانګړې توګه هرې کورنۍ ته يو بريښنايي ساعت ورکړی چې د ماشومانو د زده کړې لپاره ترې استفاده وشي او هېله يې څرګنده کړې وه چې ماشومان لا ښه ښوونه تر لاسه کړي.

هغه دا ځل د ۲۰۱۵ کال تر پسرلني اختر مخکې يو ځل بيا د ليانګ جيا هه کلي ته ورغی چې په خپله يې ځايي اوسيدونکو ته وريجې، اوړه، غوړي، غوښې، د پسرلني اختر د نمانځنې لپاره تومارونه، انځورونه او اړين مالونه تيار کړي وو.

د خلکو په سترګو کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ لا هم هماغه ښه ځوان و چې زيارونه يې ايستلي، واقعي کارونه يې تر سره کړي او په جدي توګه يې زده کړه کړې. دغه احساسات د څلوېښتو کلونو وروسته لا زيات د خلکو تر منځ ژور شوي دي.

په ۱۹۶۹ کال کې له څو مياشتو وروسته چې شي جين پينګ د ليانګ جيا هه په ډله کې با سواده ځوان په توګه کار کولو، ځايي اوسيدونکي جانګ وې پانګ او د جانګ ګوې لين له لور سره واده وکړ. څرنګه چې شي جين پينګ د جانګ وې پانګ له کور سره نژدې اوسيده، نو ژر ورسره اشنا و. په هغه وخت کې د جانګ وې پاينګ د کورنۍ ژوند ډېر بې وزلی او غريبان و. شي جين پينګ د ډلې د کمونېست ګوند د فرعي څانګې د منشي په وخت کې خپله برخه غلې دانې د جانګ وې پانګ کورنۍ ته ورکړې او ورسره يې يو ځای ډوډۍ وخوړه. په ۱۹۹۳ کال کې شي جين پينګ بير ته ليانګ جيا هه ته ستون شو. په هغه وخت کې جانګ وې پانګ د غنمو کرنه کوله چې خبر شو، سمدلاسه له غره څخه کښته شو او شي جين پينګ سره مخامخ شو. کله چې جانګ وې پانګ هغه وخت ياد کړ، ويې ويل چې شي جين پينګ د ده پر جامو باندې پرتې څنډ وهلې او ورسره يې خبرې وکړې. زما لپاره دا ډېره په زړه پورې شېبه وه.

له ليانګ جيا هه څخه تر وتلو په دې څلويښتو کلونو کې شي جين پينګ همېشه د ليانګ جيا هه اوسيدونکو ته پاملرنه کوله. په ۱۹۹۴ کال کې د دې سيمې اوسيدونکي لو هو شنګ د هډوکي په ناروغۍ اخته کېدلو او درملنې کيسه هم د يادونې وړ ده چې په روغتون کې د څه دپاسه دوو مياشتو له درملنې وروسته درملنه شوې نه وه، او هغه د درملنې لپاره نورې بيخي پيسي نه درلودې. نو هغه شي جين پينګ ته يو ليک وليږه. خپل حالت يې په کې ليکلی و. شي جين پينګ سمدلاسه هغه ته پنځه سوه يوانه ليږلي چې د فو جو ښار روغتون ته د تللو لپاره کارول شوي، کله چې په فو جو ښار کې هغه درملنه کېدله، که شي جين پينګ په فو جو ښار کې و، نژدې د هرې ورځې په ماښام به يې د لو هو شنګ د حال احوال پوښتنه کوله. شي جين پينګ هغه ته وويل، هو شنګ ستاسو د ناروغۍ درملنې لپاره ټول لګښت زه په خپله خوښه تاسو ته درکوم.

له درملنې وروسته له نېکمرغه لو هو شنګ روغ شو او بير ته شان بي ته ستون شو، شي جين پينګ هغه ته د الوتکې ټکټ هم واخيست او دوه زره يوانه پيسې ور ته هم ورکړی. لو هو شنګ وويل، شي جين پينګ، بخښنه غواړم چې تاسو زما لپاره په لسګونو زرو يوانو پيسي لګولې دي. شي جين پينګ ورته په ځواب کې وويل، څرنګه چې موږ دوستان يو.

د ۱۹۹۹ کال د اکتوبر په پای کې هغه د ورون د پري کولو عمليات تر سره شول. شي جين پينګ د دغه خبر په اوريدلو سره د دې عملياتو ټول لګښت ورکړ او له ځايي کارکوونکو څخه يې غوښتنه کړې وه چې له لو هو شنګ سره لازمې مرستې وکړي. لو هو شنګ د دغې پيښې يادونې په وخت کې په سترګو کې اوښکې ډنډې شولې او ويې ويل چې شي جين پينګ له ما سره ډېرې مرستې کړې او زما ډېر ښه دوست دی او زما د ناروغۍ درملنې لپاره يې ډېر کارونه تر سره کړي دي.

شي جين پينګ د ليانګ جيا هه په کلي کې د برېښنا رسولو، د ښوونځيو او پلونو د جوړولو په شمول زيات هم کارونه تر سره کړي دي. د شي جين پينګ ژورې دوستۍ د دغه کلي د اوسيدونکو په خاطرو کې دايمي پاتې دي. دوی په خوښۍ وويل چې د شي جين پينګ زړه تل د ليانګ جيا هه په کلي کې دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای