CRI Online

نړيواله ټولنه د نړيوالې ادارې په اړه د چين کمونېست ګوند د نظريو ستاينه کوي

cri     (GMT+08:00) 2018-07-01 20:04:50

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د جوړېدو د ۹۷مې کليزې د رارسيدو په درشل کې د ځينو بهرنيو هېوادونو د سياسي ګوندونو استازو او کارپوهانو د سينهوا اژانس له خبريالانو سره په مرکو کې وويل، چې چين د چين د کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې د نړيوالې ادارې په برخه کې د ګډو مشورو، ګډو اباديو او ګډو ګټو پر نظريو ټينګار کړی، د نوي ډول نړيوالو اړيکو د ټينګولو لپاره يې هڅې کړې، د انساني ګډ برخليک ټولنې جوړونه يې پياوړې کړې، په نړيوالو چارو کې يې د يو لوی مسئولانه هېواد رول لوبولی او د نړيوال اداري سيستم د اصلاحاتو او ابادۍ لپاره يې پوهې او ځواک برابر کړي دي.

د روسيې د ځواکمن ګوند يعنې د متحدې روسيې ګوند د عمومي کمېسيون مرستيال منشي سيرګي زهيليزنياک دې ته اشاره وکړه چې د چين کمونېست ګوند په مشرۍ چين د نړيوالې ټولنې ډېر مهم غړی او د نړيوالې سولې ډېر مهم ساتونکی ګرځېدلی دی.د انساني ګډ برخليک ټولنې جوړونه عاقلانه غوښتنه ده او د نړيوالې سولې او سمسورتيا لپاره ګټوره ده. روسيه هيله لري چې له چين سره د دې غوښتنې د عملي کولو لپاره په ګډه کوښښونه وکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای