د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افريقايي هېوادونو ټولنې ۳۱مه سرمشريزه غونډه د جولای په لومړۍ نېټه د موريتانيا په پلازمينه نواکچوت کې پيل شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په همدې ورځ د دغې غونډې د پيل په مناسبت د مبارکۍ پيغام ورته ولېږه. شي جين پينګ وويل، دغه ټولنه د افريقايي هېوادونو د يووالي او قوې کېدو يو بيرغ دی. دغه ټولنه د افريقا د يو لاس کېدو بهير د پياوړتيا لپاره مثبت رول لوبولی او لوبوي يې. د افريقا هېوادونه په پر له پسې توګه د نړيوالو او سيمه ييزو مهمو مسئلو په اړه ګډ اواز پورته کوي او د سولې او امنيت د ساتلو توان يې ګام په ګام لوړېږي. هيله لرم چې افريقايي هېوادونه د دغې ټولنې تر مشرۍ لاندې لا زيات برياليتوبونه تر لاسه کړي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |