CRI Online

د اسرائيل صدراعظم: اسرائيل ته د سوري کډوالو ننوتلو ته اجازه نه شته.

cri     (GMT+08:00) 2018-07-01 20:16:08

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اسرائيل صدراعظم بينجمين نيتانياهو د جولای په لومړۍ نېټه وويل، چې اسرائيل به خپلو خاورو ته د سوري کډوالو ننوتلو ته اجازه ورنه کړي.

نوموړي په همدې ورځ د کابينې په يوه غونډه کې وويل، اسرائيل به په مداومه توګه خپل سرحد وساتي او تر خپلې وسې پورې به له اړوندو خواوو سره بشري مرسته وکړي، خو دې ته به اجازه ورنه کړي چې د اسرائيلو خاورو ته سوري کډوال ننووزي. اسرائيل به د سوري مسئلې په اړه په دواملرونکي ډول له امريکا او روسيې سره تماس ونيسي. دغه راز، د اسرائيل پوځ به د دغو دواړو هېوادونو له پوځونو سره راکړه ورکړه وکړي.

نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې اسرائيل به د سوريې په قلمرو کې د ايران او د ده د ملګرو لخوا د پوځي اډو د جوړونې مخه ونيسي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای