CRI Online

د افغانستان په لوېديځ کې د ځانمرګي بريد له امله ۱۵ تنه وژل شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2018-07-02 11:11:32

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د جولای د لومړۍ نېټې په ماسپښين د ځانمرګي بريد له امله لږ تر لږه ۱۵ تنه وژل شوي او ۲۰ ټپيان دي.

د ننګرهار د والي وياند وويل، چې ياده پېښه د جلال اباد ښار يو بازار کې تر سره شوه. يو بريدګر خپل ځان پورې تړلي بمونو ته چاودنه ورکړه له امله يې لږ تر لږه ۱۵ تنه وژل شوي دي چې ډېری يې مکيان دي. نوموړي وويل ټپيان ځايي روغتون ته لېږل شوي دي.

تر اوسه هېڅ ډلې د دغه بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې. ځايي حکومت د يادې پېښې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

د مالوماتو له مخې، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په همدې ورځ له جلال اباد څخه ليدنه وکړه او د ننګرهار ولايت مامورانو سره يې د افغانستان د سولې بهير پر مخبيولو، له حکومت سره د وسله والو طالبانو د خبرو اترو لپاره د هڅو او د روان کورني کړکېچ د پای ته رسېد په اړه خبرې اترې وکړې.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای