د اتارتاس خبري اژانس د سوريې په حميم هوايي اډه کې د ميشتو روسي پوځيانو وياند له قوله ويلي چې د دوی ځواکونو د جون دېرشمې نيټې په شپه هغې څو کوچنۍ بې پيلوټه الوتکې نسکورې کړې چې يادې اډې ته د نژدې کېدو په حال کې وې.
د سرچينې په خبره د روسي پوځ پټلنې ښيي چې يادې ډېرې کوچنۍ الوتکې معلومې نه دي چې د کوم هېواد اړوند دي ،د دوی د هوا پر ضد وسلو له خوا هغه مهال په نښه او نسکورې شوې چې د نوموړې اډې شمال ختيځ لوري ته د نژدې کېدو په حال کې وې چې له امله يې يادې اډې ته هېڅ مالي او ځاني زيان نه اوښتی او اډه اوس مهال په عادي ډول خپل فعاليت کوي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |