CRI Online

جان بولټن امريکا کولی شي چې په يو کال کې د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت کې د ذروي وسلو او توغنديو تاسيسات له منځه يوسي

cri     (GMT+08:00) 2018-07-02 14:43:05

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا د ولسمشر او ملي امنيت سلاکار جان بولټن د جولای په لومړۍ نېټه وويل چې امريکا پلان لري چې د يو کال په دننه کې د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت کې ګڼ شمېر د ذروي وسلو او توغنديو تاسيسات له منځه يوسي.

نوموړي په همدې ورځ د امريکا د سي بي اس له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو به په دې وروستيو ورځو کې د ياد پلان په هکله له ديموکراتيکې کوريا سره سلا مشوره وکړي.که ديموکراتيکه کوريا ستراتيژيکه پرېکړه وکړي او وغواړي چې له امريکا سره همکاري وکړي ، امريکا به په چټکۍ سره خپل عمليات پيل کړي.

پومپيو د جون په ۱۳مه نېټه هيله وښودله چې ديموکراتيکه کوريا په راتلونکو دوه نيمو کلونو کې د بې وسلې کولو په برخه کې ستر تدبيرونه ونيسي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای