CRI Online

د سيمې د هر اړخيزې اقتصادي همکارۍ اړيکو د تړون په هکله د وزيرانو په کچه غونډه د جاپان په توکيو کې تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2018-07-02 14:51:13

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د سيمې د هر اړخيزې اقتصادي همکارۍ اړيکو د تړون (RCEP) په هکله د وزيرانو په کچه دوه ورځنۍ غونډه د جولای په لومړۍ نيټه په توکيو کې تر سره شوه او پکې تائيد شوی چې بايد ژر تر ژره د RCEP په هکله خبرې اترې پای ته ورسيږي.

د جنوب ختيځې اسيا د ټولنې د لسو هېوادونو،چين، استراليا،هند،جاپان ،د کوريا جمهوريت او نوي زيلاند په شمول د ۱۶ خواوو د اقتصادي چارو وزيرانو يا استازو په دې غونډه کې ګډون کړی و.د چين د سوداګرۍ مرستيال وزير او د نړيوالو سوداګريزو خبرو اترو په هکله مرستيال استازي وانګ شو ون د دې وزارت د وزير جونګ شان په استازيتوب په دې غونډه کې حاضر و.برخه والو د مالونو د سوداګرۍ،خدمتي سوداګرۍ، پانګونې او اړوندو اصولو په باب بحثونه وکړل.تر غونډې وروسته ګډه مطبوعاتي اعلاميه خپره شوه او پکې راغلي چې په داسې حال کې چې نړيواله سوداګري له يو اړخيزې ننګونې سره مخامخ ده،د يادو خبرو اترو ختمېدل ډېر مهم دي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای