د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ۱۳ مې دورې د ملي ولسي کانګرس د دايمې کميټې د مشرانو ۸ مه غونډه د جولای د ۲ مې نېټې په سهار د بېجينګ په ولسي تالار کې تر سره شوه. په ياده غونډه کې پريکړه وشوه چې د ۱۳ مې دورې د ملي ولسي کانګرس د دايمې کميټې ۴ مه غونډه به د جولای له ۹ مې نيټې څخه تر ۱۰ مې نيټې پورې په بيجينګ کې تر سره شي. د دغې کميټې مشر لي جان شو د يادې غونډې مشري وکړه.
په دغه غونډه کې د ملي ولسي کانګرس د دايمې کميټې سرمنشي يانګ جن وو د دغې کميټې د ۴ مې غونډې اجنډا او د اجنډا اړوند پلان وړاندې کړ.
په روانه غونډه کې وړانديز وشو، چې د ۱۳ مې دورې د ملي ولسي کانګرس د دايمې کميټې په ۴ مه غونډه کې دې د دغه کانګرس د دايمې کميټې د قانون تطبيق کوونکې څارنيزې ډلې هغه راپور تر ارزونې لاندې ونيول شي کوم چې د ککړې هوا د مخنيوي قانون د کارونو په اړه يې ليکلي دي .
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |