CRI Online

جين لي چون:د اسيا د بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې بانک په فعاله توګه د يو کمربند او يوې لارې له وړانديز څخه ملاتړ کړی او کوي يې

cri     (GMT+08:00) 2018-07-02 15:52:43

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د اسيا د بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې بانک مشر جين لي چون د روانې مياشتې په دوهمه نېټه په بېجينګ کې وويل چې دغه بانک په فعاله توګه د يو کمربند او يوې لارې له وړانديز څخه ملاتړ کړی او له جوړېدو راهيسې يې د پنځه مليارډو او درې سوو مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت پروژې منظور کړې دي.هغه وويل چې اوس دې بانک ټولې پانګه اچوونکې پروژې په هغو هېوادونو او سيمو کې کړې چې يو کمربند او يوه لار يې په بر کې نيسي.

جين لي چون دغه څرګندونې د چين د بهرنيو چارو وزارت او د چين د علم قانون د ټولنې په کوربتوب د يو کمربند او يوې لارې په نوم د قانوني ادارې د همکارۍ په نړيوال فورم کې وکړې.

نوموړي په خپلو خبرو کې وويل چې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له خوا وړاندی شوی،له مفکورې څخه پر عمل بدل شوی او په اړوندو نړيوالو همکاريو کې د پام وړ لاسته راوړنې تر لاسه شوې دي.د دې فورم جوړونه پر يو کمربند او يوې لارې د اړوندو خواوو د لا سم پوهاوي لپاره ګټوره ده.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای