CRI Online

په چين کې به د ايکولوژيکي چاپيريال د ساتلو په اړه لګښت په اقتصادي اداري لګښتونو کې شامل شي

cri     (GMT+08:00) 2018-07-02 16:15:02

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کميټې په دې وروستيو ورځو کې له اړوندو ادارو څخه په ليکلي بټه غوښتي چې د شين پرمختګ د پرمخبيولو لپاره د اړوندو بيو ميکانيزم جوړ کړي او په اقتصادي اداري لګښتونو کې دې د ايکولوژيکي چاپيريال د ساتلو لګښت شامل کړي چې د چاپيريال ساتنې له قوانينو څخه سرغړونکي به يې ستره بيه پرې کړي.

د يادې کميټې د بيو څانګې مشر يو شو هو وويل چې اوس مهال د چين د سرچينو او چاپيريال له بيو څخه د سرچينو د کمښت حالت ، ايکولوژيکي ارزښت او چاپيريال ته رسيدلي زياتونه نه څرګنديږي او د سرچينو د سپما او د ايکولوژيکي چاپيريال ساتنې لپاره د بيو ميکانيزم لاهم نه دی بشپړ شوی .

د معلوماتو له مخې د چين حکومت به په ۲۰۲۰کال کې په ابتدايي توګه د شين پرمختګ په ګټه د بيو ميکانيزم او د اړوندو تګلارو سيستم جوړ کړي او په ۲۰۲۵ کال کې به د شين پرمختګ د بيو په اړه نسبتا بشپړ ميکانيزم رامنځته کړي .(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای