CRI Online

ولی ډېرو بهرنيانو غوښتي چې په چين کې يې د پوهنې ملکيت حق اړونډې قضيې حل کړې ؟

cri     (GMT+08:00) 2018-07-02 16:50:47

د امريکا له خوا د څلور دېرش مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت له واردېدونکو چيني توليداتو څخه د ګمرکي مالياتو د زياتولو وخت په رارسېدو سره سره به د چين او امريکا ترمنځ ډېره سخته سوداګريزه جګړه پيل شي . د تش په نامه لامل دا دی چې د پوهنې ملکيت حق د ساتلو په برخه کې د چين تدبيرونه قوي نه وو. خو حقيقت څه دی؟

د بريټانيا د سوداګريزې ويبپاڼې يعنې Raconteur.Net خبر ور کړ ، څرنګه چې د چين قضاوت عادلانه او روڼ دی ، په دې وروستيو کلونو کې چين هغه ځای ګرځېدلی چې بهرنيو شرکتونو غوښتي چې پکې د پوهنې ملکيت حق اړوندې قضيې حل کړې وې . په ۲۰۱۵ کال کې ټولټال ۶۵ بهرنيو شرکتونو په بېجينګ کې د پوهنې ملکيت حق اوړندې محکمې ته دعواوې وړاندې کړې او برياوې يې موندلې دي.تر اوسه پورې په دې برخه کې د بهرنيو شرکتونو له خوا د بريالتوب د تر لاسه کولو انډول شاوخوا اتيا سلنې ته رسيدلی دی.

د اړوندو قضيو د حل وفصل په ترڅ کې د چيني يادې محکمې قضاوت نه يوازې عادلانه و بلکې په کمه موده کې يې پرېکړې کړې. لازياتو بهرنيو تصديو په چين کې د پوهنې ملکيت حق اړوندې دعواوې وړاندې کړې دي او ور څخه دا ښکاريږي چې دوی د چين اړوند سيستم منلی او ور باندې باور لري.

نو په دې وجه خلکو دا معلومات تر لاسه کړي چې د امريکا حکومت به د پوهنې ملکيت د ساتلو لپاره د چين د کمزوری تدبيرونو په پلمه د چين په مقابل کې ياده جګړه پيل کړي چې موخه يې د چين د علمي ، تخنيکي او اقتصادي پرمختګ مخه نيول دي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای