CRI Online

د ليانګ جيا هه کلی (۲)

cri     (GMT+08:00) 2018-07-02 18:08:11

اصلاً شي جين پينګ وايي چې زه د يان ان يم.

د ۲۰۰۴ کال د اګست په ۱۴ مه نېټه شي جين پينګ د جه جيانګ ولايت د ګوندي منشي په توګه د يان ان له راډيو او تلويزيون سره د ځانګړې مرکې پر مهال وويل: په رښتيا چې زه د يان ان يم، ځکه چې دا زما لپاره ځانګړی اهميت لري،زما زيات بنسټيز فکرونه او ځانګړنې په يان ان کې روزل شوي نو البته خپلځان د يان ان بولم.

د ۱۹۶۸ کال د ډيسمبر په ۲۲ مه نېټه رئيس ماو ځه دونګ لارښوونه وکړه چې لوستي ځوانان دې کليوالو سيمو ته لاړ شي او له بزګرانو څخه دې زده کړه وکړي چې دا ډېره ضروري ده. د دغې لارښوونې له مخې د ټول هېواد اوه لس مليونه لوستي ځوانان له ښارونو څخه کليوالو سيمو ته ولاړل چې د ژوند يوه نه هېرېدونکې تجربه يې جوړه کړه. شي جين پينګ هم له دغو ځوانانو څخه يو و او مبدا يې پلازمينه بېجينګ او منزل يې د انقلاب مقدس ځای يان ان و.

د جنورۍ په ۱۶ مه نېټه شي جين پينګ د يان چوان ولسوالۍ ولسي کميون ته ورسيد او ورپسې نوموړی له نورو څوارلسو ځوانانو سره ليانګ جيا هه کلي ته وليږدل شو. شي جين پينګ په دغو ځوانانو کې تر ټولو کم عمر درلود. د ليانګ جيا هه کلي پخوانی ګوندي منشي ليانګ يو مينګ وايي، ښه مې په ياد دي، چې کله رييس شي جين پينګ ليانګ جيا هه کلي ته راغی، نو هغه مهال له نوموړي سره دوه بکسونه وو چې له کتابونو څخه ډک وو.

هغه مهال ليانګ جيا هه کلي تر شپېتو زياتې کورنۍ او ۲۰۰ کسه نفوس درلود، يو کوچنی سيند د کلي منځ کې تېر شوی او کليوال د دغه سيند د دواړو غاړو غارونو کې اوسيدل. شي جين پينګ دا د لومړنيو انسانانو ژوند باله.

۱۹۶۹ کال و، چې د چين عنعنوي پسرلنی اختر راورسيد، کليوالو له ښارونوڅخه راغلي لوستي ځوانان مېلمانه کول او هغوي ته يې ډېر خواړه چمتو کړي وو چې د ځوانانو د خوښې او ستاينې وړ وو.

خو له لنډمهالې خوشحالۍ وروسته د ليانګ جيا هه کلي ريښتينې بڼه بربنډه شوه. کله چې پسرلنی اختر پای ته ورسيد، ډېر کليوال د ګدايۍ لپاره بهر ته لاړل.

د هر کال په همدې موده کې به د يان چوان ولسوالۍ د کليو نيمايي وګړي د خير غوښتنې او ګدايۍ لپاره بهر ته تلل چې پکې د بزګرۍ ټولنې مشران به هم شامل وو.

په ۲۰۰۴ کال کې شي جين پينګ د يان ان له راډيو او تلويزيون سره د مرکې پر مهال وويل چې د کتابونو د بکسې د پاکولو پر مهال يې نيمه وچه ډوډۍ پيدا کړه چې له بېجينګ نه يې راوړې وه. دغه وچه ډوډۍ خرابه شوې وه، نوسپي ته يې ورکړه، نو هغه مهال د ليانګ جياهه کلي اوسيدونکو وچه ډوډۍ نه وه ليدلې او هم يې نه وه خوړلې، نو دوي فکر کاوه، چې شي جين پينګ ښه خوراکي توکي ضايع کړل.

شي جين پينګ د يوې خپلې مقالې پر مهال چې نوم يې دی زه د ژېړې ځمکې زوی يم ،په ليانګ جيا هه کې خپل ژوند ته په کتنې سره يې پکې ليکلي :

په کلي کې چې وم، نو هغه مهال کوچنی وم او لېرې نظر مې نه لګېده او له نورو سره مې يووالي ته پاملرنه نه کوله. نورو کسانو به هره ورځ بزګري کوله، خو ما به کار نه کاوه، نو زما په اړه کلیوالو هم ښه خاطره نه درلوده

پشي جين پينګ زياته کړه چې پلار مې هميشه ما ته د يووالي خبرې کولې او له ما څخه به يې هميشه دا غوښتنه لرله، چې تاسو بايد له کوچنيوالي څخه د يووالي ګټور کارونه وکړئ، تاسو له نورو سره يوځای ژوند او کار وکړئ او که هر کار په خپله خوښه ترسره کوې ، دا د منلو وړ نه ده.

شي جينګ پينګ د خپل پلار د دغه نظر تر اغېزې لاندې راغی او د خپل پلار د دغې غوښتنې په نظر کې نيولو سره يې له کليوالو سره اړيکې ډېرې پياوړې کړې او په پايله کې يې د خلکو د يووالي وړتيا هم ډېره پياوړې کړه چې دا دده د مشرۍ يوه ځانګړنه وګرځېده.

شي جين پينګ له کليوالو سره د خپلمنځي توپيرونو د کمولو او منځه وړلو په برخه کې ډېرې هڅې کړې دي.

د ده لپاره تر ټولو سخته ستونزه دا وه، چې هلته ډېرې ورګې وې. کله به چې ورګې دده پر بدن خوله ولګوله، بيا به يې پوستکی سور شو او ګرولو به يې او ډېر به يې تنګ کړ، خو دوه کاله وروسته ورسره عادت شو، هر کله به چې ورګې پرې خوله ولګوله، بيا به هم په خواږه خوب ويده و.

بدل شوی شي جين پينګ د کلي له ځوانانو سره ژر اشنا شو، هغه به خپل بوټان بېوزلو ملګرو ته ورکول او کله کله به يې د ملګرو ويښتان هم جوړول او دوی ته به يې لامبو ورزده کوله.

کليوالو د زړه له کومې شي جين پينګ ومانه ، ځکه چې نوموړی د دوی لپاره د بهرنۍ نړۍ د معلومولو دوه سترګې وې.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای