CRI Online

د ليانګ جيا هه کلی(۳)

cri     (GMT+08:00) 2018-07-02 18:09:26

کله چې شي جين پينګ تازه ليانګ جيا هه کلي ته ورسېد، د کليوالو وګړو ژوند سخت او له ستونزو ډک و، ډوډۍ يې د جوارو او لوبيا له اوړو څخه چمتو کولې. په هغه وخت کې خوراک کافي نه و او په مړه ګېډه خواړه نه ورسېدل، نو هر کس د لوږی په حال کې و. سره له دې چې د هرې مياشتې لپاره هر کس يوازې شل کيلوګرام حبوبات درلودل چې دغه اندازه د باسواده او لوستو ځوانانو نيمه برخه وه، بيا هم کليوالو وروڼو خپلې برخه ډوډۍ باسواده او با تعليمه ځوانانو ته وړاندې کولې او پخپله يې د سبوس داره ډوډۍ او وحشي نباتاتو په خوړلو ګذاره کوله. توليدي ډلې کله کله د باسواده او باتعليمه ځوانانو د ژوند د ښه والي لپاره د غنمو څخه جوړ شوي اوړه دغو باسواده ځوانانو ته وړاندې کول. ګونګ جنګ فو په ياد دي چې يو ځل شي جين پينګ د کرکيلې په وخت کې د غنمو اوړو څو دانې ډوډۍ راوړلې، خو کله چې هغه کتل چې نورو کليوالو وروڼو يوازې د سبوس داره ډوډۍ خوړلې، هغه خپلې ډوډۍ ښځو ته وړاندې کړلې او هغه همداسې وږی پاتې شو. شي جين پينګ په ليانګ جيا هه کې يو ځل وريجې وخوړلې. په هغه وخت کې وريجې په شان بې سيمه کې کمې وې او داسې چې د اختر په موده کې هم چا نه شوای خوړلای. د شي جين پينګ دوست لي ين تانګ په تونګ چوان کې کار کاوه. يو ځل هغه له کاري ځای څخه لږ ورېجې کور ته راوړې وې او مور يې دغه ورېجې شي جين پينګ ته پخې او وړاندې کړلې.

شي جين پينګ د ليانګ جيا هه د کليوالو لخوالکه د خپلو نژدې خپلوانو په شان خپلوۍ تودوالی احساس کړ. هغه وويل، کله چې زه وږی يم، کليوال وروڼه راته ډوډۍ او خواړه برابروي. کله چې زما جامې خيرنې وي، کليوال وروڼه يې راته پريمنځې، کله چې زما پرتوګ او کميس څيرې شي، دوی يې راته پيوند او ګنډي يې.

په کليوالې ټولنه کې دودونه او اخلاق له صميميت او مينې ډک پاک او ساده دي. هر هغه انسان چې زحمت ګالي کولای شي، د نورو کسانو درناوی تر لاسه کړي. په ليانګ جيا هه کې شي جين پينګ ډېر زيات د کرکيلې کارونه تر سره کړل او همېشه يې ډېر سخت مسؤليتونه پر غاړه واخيستل. ځايي اوسيدونکي ليانګ يو جي د دې يادونه وکړه چې د کرهنيزې جنترۍ په دوهمو او درېيمو مياشتو کې يعنې په ژمنۍ موده کې شي جين پينګ لا هم په يخو اوبو کې کار کولو. هغه د وينو او خولو له بهېدلو څخه ويره نه درلوده، نو کليوالو وګړو د ده ستاينه وکړه او ويې ويل چې ښه ځوان دی!

شي جين پينګ د کرهنيزو کارونو تر څنګ د کتابونو پر لوست او مطالعې ټينګار کاوه. د ځايي اوسيدونکو په خاطرو کې شي جين پينګ هيڅکله کتاب له لاسه نه دی ليرې کړی. هغه د شپنۍ په ترڅ کې هم کتاب لوسته.

ليانګ جيا هه ته له رسېدو نه دوه او يا درې کاله وروسته، شي جين پينګ په ځايي لهجه باندې خبرې کولای شوې. هغه له کليوالو وروڼو څخه کرهنيز مسلکونه زده کړل او په راز راز کرهنيزو کارونو لګيا و. همدارنګه، شي جين پينګ هم له ځايي اوسيدونکو سره مرسته کوله او ورته يې ليک لوست ورزده کولو. په هغه وخت کې په کلي کې څو ځوانان بې کاره و او کله کله به يې ناسم کارونه تر سره کول. شي جين پينګ د دوې د تېروتنو د سمولو لپاره د واقعيتونو په وړاندې کولو او دلايلو ويلو سره په دې باندې بريالی شو چې له دې لارې يې ورسره مرسته وکړه. د شي جين پينګ عمل د ځايي اوسيدونکو درناوی او احترام تر لاسه کړی و. يادو څو ځوانانو هم خپلې تېروتنې سمې کړې او د ټولنې ښه ځوانان جوړ او وګرځېدل. شي جين پينګ وويل، چې دوی يوازې کوچنۍ تېروتنې درلودې، که سمې شي، ښه به وي. موږ بايد ورسره مرسته وکړو او بايد د تعليم او ښوونې له لارې د دوی هڅونه وکړو. شي جين پينګ د نورو کسانو درناوی کوي، له نورو کسانو سره مرسته کوي او د نورو کسانو هڅونه کوي. نو د ځايي اوسيدونکي ليانګ يو مينګ په اند، که څه هم شي جين پينګ به زياتې خبرې نه کولې، خو يو غوره او د عالي نظرلرونکی سړی و. نو کله چې هغه له کومې ستونزې سره مخامخ شو، همېشه به يې له شي جين پينګ سره مشوره کوله.

د ورځو او وخت په تېرېدو سره، شي جين پينګ ګام په ګام د ليانګ جيا هه د کلي مرکز وګرځېد. خلکو غوښتل ورسره خبرې وکړې، له شي جين پينګ څخه تاريخي کېسې او تازه خبرونه واوري او داسې چې شي جين پينګ د ليانګ جيا هه د کلي او خلکو يوه نه جلا کېدونکې برخه وګرځېده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای