CRI Online

د يو کمربند او يوې لارې تر چوکاټ لاندې د قانوني ادارې د همکاريو نړيوال فورم بېجينګ کې پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2018-07-02 18:43:17

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت او د چين د قانون علمي ټولنې لخوا تر سره شوی د يو کمربند او يوې لارې تر چوکاټ لاندې د قانوني ادارې د همکاريو نړيوال فورم د جولای په ۲مه نېټه بېجينګ کې پرانيستل شو. دغه فورم غواړي د يو کمربمد او يوې لارې په اوږدو کې د بېلابېلو هېوادونو تر منځ د قانوني ادارې همکاريو ته نوې وده ورکړي، د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ لپاره ښه قانوني چاپيريال برابر کړي او د بشري ګډ برخليک ټولنې جوړښت پياوړی کړي.

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په پرانيستونکو مراسمو کې په خپله وينا کې وويل، له هغه وخت څخه راهيسې، چې د چين د رئيس شي جين پينګ د يو کمربند او يوې لارې وړانديز ګډ تأسيس وړاندې کړ، په دې پنځو کلونو کې ډېر اړوند پرمختګونه تر لاسه شوي دي. ځکه چې يو کمربند او يوې لارې د مساوات او متقابلو ګټو په اصل، د همکارۍ او ګډې ګټې په هدف، د ورخلاصون او جامعيت په مضمون، د متقابل پرمختګ له لارې او د مقرراتو او قانوني ادارې په بنسټ ټينګېږي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای