CRI Online

چين به پر له پسې په پوره توګه د کوريا ټاپووزمې دوو خواوو تر منځ اړيکو د ښه والي څخه ملاتړ وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-07-02 18:45:14

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د جولای په ۲ مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل چې چين به پر له پسې په پوره توګه د کوريا ټاپووزمې شمالي او جنوبي خواوو تر منځ د اړيکو د ښه والي څخه ملاتړ وکړي او هيله ده چې نړيواله ټولنه پر دې نور زيات تمرکز وکړي.

لو کانګ وويل، چې د خوشحالې وړ ځای دی چې د کوريا ټاپووزمې شمالي او جنوبي دواړې خواوې په بېلا بېلو برخو کې نور فعاله تماسونه ونيسي او زياتې ګډې موافقې او لاس ته راوړنې تر لاسه کړي. په اوسنيو حالاتو کې د کوريا ټاپووزمې شمالي او جنوبي دواړې خواوې د پانمونجون اعلاميې روحيې سره سم د دواړو مشرانو د دوو کتنو د ګډې نظريې پلي کوي او د تفاهم او همکارۍ د پياوړتيا لپاره هڅې کوي او دا د دواړو هېوادونو د باور ټينګولو لپاره مرسته کوي، د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې به ښه والی ومومي او د کوريا ټاپووزمې د مسئلې په هکله د اسانه تمايل د دوام او ټينګښت لپاره به مثبت رول ولوبوي. چين به پر له پسې په پوره توګه د کوريا ټاپووزمې دواړو خواوو تر منځ د اړيکو د ښه والي څخه ملاتړ وکړي او هيله ده چې نړيواله ټولنه پر دې نور زيات تمرکز وکړي او د خبرو اترو تمايل د ټينګولو، له کوريا ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو او له سياسي لارې د ټاپووزمې مسئلې د حلولو لپاره ښه چاپېريال جوړ کړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای