د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس مرستيال وانګ چي شان د جولای په ۲ مه نېټه په بېجينګ کې د م م د ۷۲ مې عمومي اسامبلې له رئيس ميروسلاف لاجاکاک سره وکتل.
وانګ چي شان وويل، چې د نړۍ سوله، ثبات او ګډ پرمختګ د نږدې يو زر او ۴سوه مليونو چينايانو د لا ښه ژوند او د چيني ملت د عصري کېدو لپاره مهم بهرنی چاپېريال دي. رئيس شي جين پينګ د بشري ګډ برخليک ټولنې د جوړولو په اړه نوښت پياوړی کړي چې دا د ګډې ګټې او د دورې له څپې سره سمون لري. چين غواړي چې د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې له بېلا بېلو هېوادونو سره ګډ پرمختګ تر لاسه کړي، پر له پسې به له څواړخيزې غوښتنې څخه ملاتړ وکړي، د م م د مرکزي رول د لوبولو څخه به ملاتړ وکړي او د عادلانه نړيوال اداري سيستم د جوړولو لپاره به خپل ځواک خدمت وکاروي.
لاجاکاک وويل، چې چين د څواړخيزې غوښتنې ټينګ ملاتړ کوونکی او د نړۍ د سولې او پرمختګ په اړه مهم قوت دی، م م غواړي له چين سره په بېلا بېلو برخو کې همکارۍ پياوړې کړي.
(ميڼه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |