CRI Online

د روسيې ولسمشر مطبوعاتي سکريتر :د روسيې او امريکا ترمنځ د اړيکو پر ښه کېدو بحثونه لاهم وختي دی

cri     (GMT+08:00) 2018-07-03 10:56:59

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روسيې ولسمشر مطبوعاتي سکريتر دميتري پيسکوف د روانې مياشتې په دوهمه نېټه وويل چې دا حقيقت دی چې روسيې له امريکا سره سياسي تماسونه پياوړې کړي دي، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پر ښه کېدو بحثونه لاهم وختي دی.

پيسکوف دغه څرګندونې په همدې ورځ له روسيې څخه د امريکا د پارلماني غړو د ليدنې د يادونې په ترڅ کې وکړې.د امريکا د پارلماني غړو پلاوي د جون په ۳۰مه نېټه روسيې ته ورسيد او له دې هېواد څخه يې هم پنځه ورځنۍ ليدنه پيل کړه .د اتارتاس خبري اژانس خبر ور کړ چې دغه ليدنه د روسيې او امريکا د مشرانو ترمنځ د ملاقات د چمتوالي لپاره روانه ده.

پيسکوف وويل چې اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پر ښه کېدو بحثونه لاهم وختي دي ، ځکه توپيرونه يې ډېر دي ، خو د لوړ پوړي ډيالوګ له لحاظه سياسي اداره د پاملرنې وړ ده.

د دې ترڅنګ هغه پر دې ټينګار وکړ چې کريميا د روسيې يوه نه جلاکېدونکې برخه ده ، نو دا شونتيا نه شته چې د کريميا مسئله تر بحث لاندې و نيول شي .(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای