CRI Online

د امريکا مشتريان به د سوداګريزې جګړې تر ټولو ډېر زيانمن شي

cri     (GMT+08:00) 2018-07-03 11:00:25

د امريکا د ميريل لينچ بانک په يوه تازه راپور کې دې ته اشاره وکړه چې د ډونالډ ټرمپ له خوا غوره شوې سوداګريزه تګلاره د امريکا د تېرې پيړۍ په اتمه لسيزه کې له غوره شوې بدې تګلارې سره شباهت لري .نو د امريکا مصرف کوونکي به د دېرشو کلونو مخکې په شان په سوداګريزه جګړه کې تر ټولو ډېر زيانمن شي.

د ياد بانک کارپوه اتان هاريس په دې راپور کې وويل چې د ګمرکي مالياتو په هکله د ډونالډ ټرمپ تګلاره او د دوه اړخيز سوداګريز منفي توازن د له منځه وړلو اړونده تګلاره د تېرې پيړۍ په اتمه لسيزه کې له غوره شوې تګلارې په تېره بيا د جاپان په مقابل کې د امريکا له تګلارې سره شباهت لري.دغه بانک وويل چې له پخوانۍ ناکامې تګلارې څخه تر لاسه شوې عمده تجربې لا تر اوسه کارېدونکې دي.

دغه تجربي دا دي: لومړی دا به هرو مرو نه وي چې د سوداګريزو خنډونو اچول د سوداګريز منفي توازن د کمښت سبب شي ،دوهم د امريکا مصرف کوونکو ستره بيه پرې کړې، ځکه چې د ګمرکي مالياتو د اخيستلو او د سوداګريزو خنډونو د رامنځته کولو له امله د توليداتو زيات شويو لګښتونو د امريکايانو د منځنيو عايداتو ډېرې برخې ونيولې.درېيم ، هغو چارو او صنايعو چې بايد وساتل شي، هېڅ مرستې تر لاسه نه کړې .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای