CRI Online

چين د۱۴۰ هېوادونو په استازيتوب د خلکو ګټو ته د لومړيتوب ور کولو او د بشري حقونو د ساتلو او پرمخبيولو په هکله يوه ګډه اعلاميه خپره کړه

cri     (GMT+08:00) 2018-07-03 11:05:42

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د جون په دوهمه نېټه په ژنيو کې د م م په دفتر کې د چين دايمي استازي او په سويس کې نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين لوی سفير يو جيان هوا د م م د بشري حقونو شورا په ۳۸مه غونډه کې د غير منسلکو هېوادونو غورځنګ او روسيې په شمول د ۱۴۰ هېوادونو په استازيتوب خلکو ګټو ته د لومړيتوب ورکولو او د بشري حقونو د ساتلو او پرمخبيولو تر عنوان لاندې يوه ګډه اعلاميه خپره کړه.

نوموړي وويل چې دا د انساني ټولنې ګډه هيله ده چې هر کس بشري حقونه ولري.د بشري حقونو د ساتلو او پرمخبيولو مرکزي برخه د خلکو ګټو ته لومړيتوب ور کړي چې موخه ترې د خلکو د نيکمرغه ژوند لټون دی .هغه زياته کړه چې بېلا بېل هېوادونه بايد د بې وزلۍ د له منځه وړلو، د نامساوي مسئلو د حل وفصل او د استخدام د زياتوالي لپاره هڅې وکړي،د خلکو عايدات دې زيات کړي او خلکو ته دې غوره ښوونيز او طبي خدمتونه برابر کړي او د ټولنيز ضمانت سيستم دې جوړ کړي ترڅو ټولنيز عدالت، د ښځو، ماشومانو ، معيوبينو، زړو کسانو او لږه کيو حقونه په پوره توګه تامين شي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای